پښتنو څخه د ګیلې په وجه می نن نه غوښتل سرور دانش ته څه ووایم ځکه دا څو کالو لګیا یم په شرعی،
قانوني، تاریخي، سیاسي، فلسفي، حقیقي، فرهنګي او نورو نورو علومو د کره او منطقي لاسوندو پر بنیاد
هر څه د پښتنو د حق، پرمختګ، ودې، حاکمیت، تعلیم او نورو څانګو کې هر څه په ژبه، په قلم یا لیکنه
او په غږېز یا ویدیویي ټوګه څرګند او برملا کړل. هم وکنځل شوم هم ملامت شوم او هم وګواښول شوم خو زه
د خپلې مبارزې څخه لاس په سر نشوم.
ملګرو دلته نور ډیر جزئیات د يغوری مغل یا د بسوګي د زوی تیمو چین یعنې ظالم چنګیز
د لمسی سرور دانش په هکله چې د پښتنو مشران، پاچاهان او ۲۳۰ کلن
د سدوزایو او بارکزیو تاریخ ته یې د ولسمشر د مرستیال په توګه سپکاوی کړی دی
څه نه وایم خو یواځې دومره وایم چې:
لمړی، نوموړی غواړې د خپل نیکونو لکه چنګیز او الاهکو ناتمامه د تعصب او نفاق فصل/پسل یا ارمان بشپړ کړې
یا په بله معنی د پښتنو څخه د هغوی، خپلو نیکونو، د وهلو او ناکامولو غچ واخلی.
دوهم، نوموړی د خپل صفوی بادار یعنې ګورګین د غچ اخیستلو په لټه کې هم ده ځکه
د غو وحدتې مغلې مهاجرو زړونه د پښتنو په سر په میخ وهلو، د مړې په نڅا
او د پښتنو خویندو په تي پریکولو ساړه شوی نه دي.
او دریم، یا مهمه یا د خواشینې خبره دا ده چې د پښتنو د تباهې پر وړاندې د هیواد د مالک
یا صاحب په توګه او د ښکیلاک د فلسفې پر بنیاد یوه لویه د تباهې او وژلو یا کمزورې کولو پروژه تر دې شعار لاندي
; ( مالک مړ یا ورک کړه او مځکه ورڅخه واخله یا اشغال کړه ) له بهر او ګاونډیانو لخوا په لار اچول شوې ده
او د همدغې موخې لپاره هر پښتون ضد که د هر قوم ولو که پښتون هم وی خو چې د پښتون ضد او بیغیرته وې د چارواکې په توګه په یو یا دوه استثنا د غرب لخوا په لوړه دولتي څوکۍ ټاکل کیږې دا وجه ده چې نن سبا له ارګ څخه رانیولې تر سفارتو او کوڅه بازار پورې د پښتنو د قوم، ژبې او تاریخ سپکاوی د اشرف جان بابا تر مخه په ډاګه او ښکاره توګه همدا راز په مختلفو نومونو، مذهبونو او ډلو تپلو له مځکې او هوا څخه وژل کیږي.
اې زما پښتونه قومه بس ده نور خو رابیدار شه
د وختونو تقاضو ته ځان تیار کړه را بیدار شه
د ټوپک خبرې پریږده د قلم ژبه اختیار کړه
که په زړونو حکومت کړې داسې جوړ کړه رابیدار شه
عزیز معارج