کابل لبیک او نړۍ کې د مېشتو پښتانو پاڅون.
عمر صديقي جرمني څخه ليکلي: هغه څوک چې خپل قوم پسې منفي تبليغات کوي له دې وروسته به ېې خولې ور وتړو.
صديقي وضاحت ورکوي چې د ميرانشاه ويښتيا نن خلکو ته مالومه شوه.کابل کې بیا د پوهنتون استاد وايي چې نور د پاکستان خبره ختمه ده.
ايوب پشتون په نوم په خپور شوي ټويټ کې ليکلي شوي: (منظور به منې توره)
https://twitter.com/AyubSuliman1/status/1327966362216652800?s=19
پنجاب رياست ميرانشاه کې انټرنټ بند کړی وه ځکه چې د د پښتون ژغورنې غورځنګ ټولې جلسې
په ژوندۍ بڼه په ټولنيزو رسنيو خپريدې.
وزير خان ليکلي:
(ملګرو خیر دی که نن مو لایف ونه لیده سبا ورځ به یې وینو یوه بله شپه به هم ورته په ویښه تېره کړو.)
https://twitter.com/WazirKhanZadran/status/1327882915645169664?s=19
د پښتون ژغورنې غورځنګ هر جلسې ته بېلابېل هشتګونه په ټولنيزو رسنيو ټاکل کېږي
دا ځل وزيرستان ميرانشاه ته هم ورته هشتګ ټاکل شوی وه. (#PashtunLongMarch2MiranShah)
بلخوا بیا هالنډ څخه ځلانيوز ته ادريس خليل وايي چې پاکستان يو قوت دی او په داسې جلسو انزوا ته نه ځي.
خليل زیاتوي همدا اوس هم چې پي ټي ام تر دې ځايه رسيدلی د کابل څخه د پښتنو ملاتړ لري خو
سربېره د دې افغانان بايد خپله پوه شي چې، که څومره هم پي ټي ام قوي شي بیا هم پنجاب
د افغانستان سرنوشت ټاکونکی دی.
ژد پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزير د وزيرستان خلکو څخه مننه کړې.
دېته ورته د غورځنګ مشر منظور احمد پښتين هم د وزيرستان خلکو څخه مننه کړې.
د غورځنګ بل غړي محسن داوړ وايي چې کابل کې ګلبدين حکمتيار ځان ملت ته وړاندې کړ
هيچا رايه ورنکړه خو راغی اسلام آباد څخه يې افغانانو ته وويل چې، کابل زموږ دوښمن حکومت کوي
او دغه حکومت غلام حکومت دی.
د جلسې اجنډا کې دا هم شامل وه چې، د خړ کمر پېښې کې ککړو کسانو ته دې سزا ورکړل شي.
جلسې کې ډېری مشرانو ويناوې وکړې افراسياب خټک، سنتاتور عثمان کاکړ، علي وزير،
محسن داوړ،عبدالله ننګيال زبیر شا آقا او ډېری نورو مشرانو.
ميرانشاه کې څوکاله وړاندې پرلپسې قتلونه کيدل ځوانان تريتم کيدل ورته جزييات په يوه ټويټ کې ضيا غورځنګ ورکړي.
(میرانشاه هغه ښار چې ترې به یو وخت فقط د افراطیت د بارودو لوګي پورته کیدل نن په هماغه ښار کې
د پښتون د ويښدا او پښتون ته د حق چيغه پورته کیږي د میرانشاه بریالۍ جلسې مبارکي
مشر منظور پښتین او د لر او بر مشر افراسیاب خټک او د غورځنګ ټولو ملګرو ته وایم #PashtunLongMarch2Miransha
https://t.co/AruF9xGtbh)
میرانشاه هغه ښار چې ترې به یو وخت فقط د افراطیت د بارودو لوګي پورته کیدل نن په هماغه ښار کې د پښتون د ويښدا او پښتون ته د حق چيغه پورته کیږي د میرانشاه بریالۍ جلسې مبارکي مشر منظور پښتین او د لر او بر مشر افراسیاب خټک او د غورځنګ ټولو ملګرو ته وایم #PashtunLongMarch2Miransha pic.twitter.com/AruF9xGtbh
— Zia Ghorzang (@ZiaGhorzang) November 15, 2020
ليکوال: سیرکابلی
#ځلا_نيوز