کله چې د سقاو زوی انګرېز تمويل کړ انګرېزي ډيپلوماټانو خپل څېره د شیخانو په څېر کړه او
د سقاو زوی حبیب کلکاني ته یې د دروغو خوبونو تعبيرونه کړل.
د بېلګې په ډول
- موږ داسې خوب ليدلی چې، ته به د افغانستان لوی واکمن جوړېږی.
- ته به د امان الله خان پاچايي ړنګه کړې.
- دارلامان ماڼۍ به ستا په واک کې وي.
- کوهدامن هر ژنی ستا ظهور ته سترګې په لار دی.
- چې کله کوهدامن ته لاړ شې هلته به ډَول ډَول وسلې ستا په اختیار کې وي.
دېته ورته دروغ.
خو دا ټول په حقيقت بدل شول څنګه؟ هره خوب چې تعبير کيده هغه په کابل او کوهدامن سيمې کې په ويښه او واقعي جوړيدل.
انګریزان هلته ګومارل شوي وو چې، د سقاو زوی ته هرڅه چمتو کړي تر څو د غازي امان الله خان واکمنۍ ړنګه کړي.
په دې کې انګرېزان بريالي شول، امان الله له هېواده ووته او د سقاو زوی واک ته ورسېده.
د غازي د واکمنۍ مأمورين اعدام او برمته شول.
د سقاو زوی ډېر ساده وه انګرېزي په نوم ملايان د دې په کابينه کې ننوتل.
هرڅه چې د اسلام مقدس دين په بډ ول هغه یې تمثېلول او محکومول یې.
همدې په نوم مولايانو د سقاو زوی حبیب الله کلکاني ته د (خادم دين رسول الله) لقب ورکړ.
د سقاو زوی واکمنۍ هم د هغه په وژلوختمه شوه.
له ډېرو واکمنيو وروسته خلقيان او پرچميان د پخواني شوروي په مل واک ته ورسېدل.
له هغې وروسته داسې ډلو افغانستان کې لوبې پېل کړې چې، د دين او مذهب په نوم یې
هم ځان و شرماوه هم يې افغانستان د نړۍ د سيال څخه پرېښوده.
پېښور کې حزبونه، تنظيمونه او بېلابېلې ډلې جوړې شوې يوې يوې همدې ډلو ته امريکې
د اسلام آباد په منځګړيتوب وسلې ورکولې تر څو افغانستان کې د شوروي اتحاد په لاس افغانستان کې
جوړ نظام له منځه يوړي.
امريکائيانو داسې نظريه جوړه کړه چې، که واشنګټن څخه ۱۰۰۰ميله وسله په غرونو هم
افغانستان ته راولېږل شي پوره ۴۰۰ یې مقصد ته رسېږي.
موده وروسته امرېکې ته پوښتنې پیدا شوې چې، پاتې ۶۰۰ميله به چېرته او څوک ترې ګټه پورته کوي.
پلټنې وشوې وروسته له مودې پوه شول چې د انګلستان لاسته ورځي او د عربو په مرسته يې د پاکستان
او افغانستان ترمنځ فاټا سيمه کې د وسلو د خرڅلاو تود بازار جوړ کړی.
امريکې فاټا سيمې ته مأمورين وټاکل او تأکید یې پر دې وه چې فاټا خودمختاره سيمه
به خېبر پښتونخوا سره يوځای کېږي. دغه کار په ډېرو سختو په ۲۰۱۸کال کې د پاکستان د پارلمان په مرسته وشو.
خو له دې وړاندې امريکايي مأمورينو خپل تېل پاشلي ول.
افغانستان کې یې په نوم جوړه مجاهدينو ډلې د دوی په اصطلاح شوروي ته ماته ورکړه نجيب استعفا وکړه .
پیښور کې جوړو شويو تنظيمونو د يو او بل سره په جنګ شول کورنۍ جګړه توده شوه.
فاټا سيمې ته مأمورين ډېر چټک او په هوښيارۍ مخته ولاړل.
پاکستان کويټه او نورو ښارونو کې یې مدرسې جوړې کړې. تندروه ډلې يې جوړې کړې،
کندهار څخه د طالبانو تحريک پاڅيدنه او کورنۍ جګړه لاپسې توده شوه.
فاټا مأمورينو اسامه بن لاندن دې ته راضي کړ چې، افغانستان ته لاړ شي او د طالبانو تحريک سره يو ځای شي.
طالبانو په چټکۍ سره د افغانستان ډېری برخه ونیوله د تنظيمونو په جګړه کې پاکستان ته
کډوال شوي پښتانه په کويټه کې مدرسو ته د تګ لاره د اسلام آباد په مرسته هواره شوه
او فارغ شوي کسان د غرونو له لارې افغانستان ته د طالبانو سره د مل کيدو لپاره استول کيدل.
امريکې کې ټاکنې وشوې د بوش ډبليو بوش په نوم کس یې ولسمشر شو.
په ۱۱ د سپټمبر د نيويارک په ښار کې سوداګري ودانۍ رانسکورې شوې.
پړه یې پر اسامه بن لاندن واچول شوه.
محترمو لوستونکو تاسو د سقاو زوی مقاله ځلانیوز ویب پاڼه باندې لولئ
اسامه بن لاندن هم له افغانستان له خاورې دغه پېښه په غاړه واخيسته.
امريکايانو په افغانستان بريدونه وکړ افغانستان یې په څو څو ورځو کې په بشپړه توګه ونيوه.
همدا راز په تالقانو د نظار شورا قومندان احمد شاه مسعود هم ووژل شو.
د طالبانو نظام او ډېری نظامونه نسکور شول.
د بڼ کنفرانس ډاير شو حامد کرزی افغانستان ته لاغی او منځمهاله اداره یې جوړه کړه.
له مودې وروسته طالبان په موسی کلا ولسوالۍ کې بیا را پاڅېدل او ورو ورو بيا واک ته ورسيدل.
د امريکې په لاس جوړ شوي د حامد کرزي حکومت پر وړاندې یې جګړه پېل کړه او دې سلسلې دوام وموند.
طالبان بې پلاره شول.
ملا عمر چې دوی خپل اميرالمومنين بله هغه یې له لاسه ورکړ.
دوه کاله او څو مياشتې طالبان خبر نه ول چې ملا صېب یې مړ شوی. (۱)
ملا منصور په نوم کس یې مشر او امیرالمؤمنین وټاکه هغه هم کچلاغ سيمه ووژل شو.
په نوم د هبت الله آخوند زاده یې او مشري په غاړه لري.
د هبت الله آخوند زاده مشري عجيبه دا دی تېرېږي.
په اختريزو مبارکۍ ويناوو کې عجیب څه په سترګو کېږي.
د هبت الله په مشرۍ او حکومتي مشري محمد اشرف غني احمدزي کې ورتوالی ډېر واټن لري.
پای
کابل_ حامد کرزي نړېوال هوایي ډګر.
۱۳۹۹/۹/۸ ساعت ۱۰:۴۰
(۱_ ملا محمد عمر زابل کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ. د دې په مړينه يوازې دوه نيږدې کسان خبر ول د ملا عمر اخشی او هغه ته نيږدې بل ملکری.
تر دوه کلونو پورې د دې په نوم اختريز پيغامونه استول کيدل. طالبانو په دې اړه چې ولې يې د ملا عمر مرګ خبر پټ ساتلی وه وايي چې موږ په ډېرو اساسو شرايطو کې اوسيدو که مو په هغه وخت کې د ملا عمر د مرګ خبر اعلان کړې وی ملاصېب ته ژمن کسان به د اسلامي امارت څخه وتي وی.
که څه هم وروسته له ملا عمر د مرګ څخه ډېری خلک جلا شول خو د دوی په وينا دوی باندې یې منفي اثرات ندي لرلي.)
افغانستان کې کابو ۲۲تروريستي او د حکومت مخالفې ډلې فعالیت لري.
د طالبانو ډلې.
د هبت الله آخوند زاده په مشرۍ.
د عبدالمنان نیازي په مشرۍ.
د ملا رسول په مشرۍ.
ليکوال: امين الله هاشمي