ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې وراغلي،
طالبانو د کندهار په ارغنداب او خاکرېز ولسوالیو کې، راټول او پر امنیتي پوستو یې د برید پلان درلوده.
سرچینه زیاتوي، افغان ځواکونو پر طالبانو وار ړومبی کړ او د جګړې په ترڅ کې،
یې ۵۳ وسله وال طالبان و وژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.
خبرپاڼه زیاتي، چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو یو پټنځای،
زیات شمېر وسلې او مهمات او دغه راز څلور عرادې موټر سایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
همدارنګه ملي دفاع وزارت وايي، د انجینرۍ ټیم هغه ۶۸ کړۍ ماینونه هم کشف
او شنډ کړل، چې د طالبانو له خوا په سیمه کې ځای پر ځای کړل شوي وو.
دفاع وزارت د خپل لوري د زیان په اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلي.