ملي پارک هغې سیمې ته ویل کېږي، چې د تاریخي، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او
کلتوري ارزښتونو درلودونکي وي او د دولت لخوا ساتل شوې وي.
تاریخي ارزښت:
ملي پارکونه د تاریخ د بېلا بېلو دورو او شاهانو د کړنو ښکاندويي کوي، ملي پارکونه د یو شمېر
جوړښتونو درلودونکي وي، چې د تاریخ په حافظه کې ثبت وي او د روان تاریخ جلبوونکي وي.
سیاسي ارزښت:
دا چې ملي پارکونه عموماً د کوچني اقلیم، لوړو ارتفاعاتو، سیندونو او ماهي نیونې،
جهیلونو، مصنوعي بندونو، شنو څړځایونو، زړو او تاریخي ونو، ودانیو او مجسمو،
سرشارو طبعي ځنګلونو، چينو او کارېزونو، تالابونو، اوږدو ځړوبيو، طبعي غارونو، بیابانونو، د ښکار سیمو
او د وحشي ژوند اوسېدو ځایونو، زینتي باغونو او تفرېح ځایونو، ساتل شوو
سیمو، رنګ رنګا مارغانو او حېواناتو درلودونکي وي، نو د نورو هېوادونو سېلانیان ځانته راجلبوي
او د سیاحت لپاره د نوموړي هېواد ملي پارکونو ته راځي، چې په نتیجه کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ
د ملګرتیا اړیکې تینګېږي، یو د بل سره مختلف تفاهمونه ترسره کوي، سیاسي،
اقتصادي او ترانزیتي اړیکې جوړوي، چې دا اړیکې د دواړو هېوادونو د پرمختګ لامل کېږي.
اقتصادي ارزښت:
دا چې ملي پارکونه د پورته ذکر شویو ځانګړتیاوو او ښکلاګانو درلودونکي وي،
نو طبعي ده، چې زیات شمېر خلک به د سیاحت په منظور دغو سیمو ته راځي، چې
له هغوی څخه ټکس او د ټکټ پیسې اخیستل کېږي او د هېواد په ملي بودیجه کې جمع کېږي،
ځینې خلک په ملي پارکونو کې د حېواناتو ښکار کوي، چې په بدل کې یې د پارک ادارې ته پیسې ورکوي،
لکه د بېلګې په ډول په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ م کلونو کې د پاکستان په ملي پارکونو کې د یو
مارخور د ښکار ټکټ ۵۲۰۰۰ امریکايي ډالر ؤ، چې دا د هېواد ملي بودیجې او اقتصاد د زیاتې غناء سبب ګرځي.
فرهنګي او کلتوري ارزښت:
د ملي پارکونو په اداره کې یو شمېر سیمه ائیزې، ولایتي او ملي ټولنې ښکېل وي،
همدارنګه د هېواد داخلي سېلانیان او د مختلفو قومونو خلک هم نوموړو پارکونو ته د سیاحت لپاره راځي،
چې هلته یو د بل له دود او دستور، عنعناتو، ژبو او فرهنګ سره بلدتیا پیدا کوي، چې له امله یې یو له بل سره د خواخوږۍ، ملګرتیا او ټولنیزې اړیکې جوړېږي، چې دا چاره د هېواد د قومونو د اتحاد، یووالي او پرمختګ سبب ګرځي.
دا چې ملي پارکونه د توریزم په صنعت کې تر ټولو ستر رول لوبوي، نو پکار ده، چې
دې صنعت ته په هېواد کې پوره پاملرنه وشي او وده ورکړل شي.
د توریزم صنعت په نړۍ کې د موټرو له صنعت څخه وروسته دویم لوی صنعت دی،
چې په زیاته اندازه د هېواد بودیجې ته ترې عاید ترلاسه کېږي.
نو که غواړئ، هېواد مو بېرته خپل پخوانی برم او عزت ترلاسه کړي او د داخلي او بهرنیو سېلانیانو د راتګ جوګه شي،
نو راځئ چې یو پایداره توریزم رامنځته کړو، ددې صنعت لپاره مبارزه وکړو او د بهرنیانو پام ځانته راواړوو او هېواد مو
د توریستانو په ځاله بدل کړو، د هېواد هره سیمه مو د رنګارنګ طبعي ښکلاګانو درلودونکې ده،
هره سیمه، هر بوټی، هر سیند، هر غر او هره دره د سیاحت وړ ده، نو باید د توریزم اداره دې برخې ته
زیاته پاملرنه وکړي، ترڅو هېواد مو د دغې ستر صنعت له ګټو برخمن شي.