آیا نارینه کولای شي، چې د یوې هفتې مسلسلې وینې له توئېدو(حیض) وروسته ژوندی پاتې شي؟.
آیا نارینه … چې په دوه سانتي متره سوري ۱۴ انچه ماشوم وزېږوي؟.
آیا نارینه … چې اوه پونډه ماشوم نهه میاشتې په ګېډه وګرځوي؟.
آیا نارینه … چې په عین وخت کې د ماشوم پاملرنه وکړي، اشپزي وکړي، د کور صفایي وکړي او په موبایل کې خبرې وکړي؟.
آیا نارینه … چې ۱۰۸ ایل بي د سینګار توکو بکسه له ځان سره هر وخت وګرځوي؟.
آیا نارینه کولای شي، چې خپله معشوقه د یو بل چا سره وګوري او غلی پاتې شي؟.
آیا نارینه … چې ټول عمر په دغه څو متره کور کې تېر کړي؟.
آیا نارینه … چې ټوله شپه وژاړي او بیا ووایي، چې هر څه د تېر سهار په څېر سم دي؟.
دا پورته لیکل ښځو ته چاپلوسي نه؛ بلکې ټول حقیقتونه دي، چې ښځې هم ډېرې تندرستې او زغمونکې دي.
نو د خپلو ښځو، خویندو او میندو احترام وکړئ، مینه ورکړئ، په څنګ کې یې واوسئ او خوشاله جاویدانه ژوند ورسره تېر کړئ.