د چاپېریال د ژغورنې لپاره لاندې څو عملي تګلارې ولولئ او عملي کړئ.
دې وختونو کې موږ د اقلیم د تغیر، ځنګلونو د له منځه تللو، د هوا ککړتیا او نورو په اړه ډېرې مناظرې او بحثونه اورو.
دا ټولې موضوعګانې زموږ د چاپېریال د له ویجاړتیا او له منځه تګ پورې تړلې دي.
دا زموږ د هر یو دنده ده، چې خپل چاپېریال وژغورو.
څنګه کولای شو، چاپېریال وساتو؟.
۱- د عضوي توکو استعمال: ددې مانا داده، چې د غذایي توکو او نورو هغه موادو استعمال،
چې له عضوي موادو څخه جوړ شوي وي.
د عضوي توکو استعمال د خاورې د ژغورنې ترټولو غوره لاره ده.
دا ډېرې لارې لري، لکه په لاندې ډول:
د روغتیا سمول: د عضوي غذایي موادو مصرفوونکي د غیر عضوي موادو د مصرفوونکو په نسبت ښه صحتمند وي.
دوی دې ته مېلان لري، چې د کیمیاوي درملو استعمال کم کړي، ترڅو د ناروغیو د منځته راتګ چانس راټیټ شي.
کیمیاوي درمل د مختلفو کیمیاوي موادو په لوړه اندازه د برقي انرژۍ د استعمال په واسطه جوړېږي.
۲- د مرغانو او نورو وحشي او اهلي حېواناتو ژغورل.
۳- د سبزیجاتو، غله جاتو او نورو کرنیزو نباتاتو د کرلو په وخت کې د مصنوعي سرو استعمال
د افتونو او ناروغیو د منځته راتګ چانس لوړوي،
چې کروندګر د دغو ناروغیو او افتونو د کنټرولولو لپاره افت وژونکي او نور زهري کیمیاوي مواد استعمالوي،
دغه زهري مواد په خاوره کې د شته حشراتو او لارواوو په واسطه خوړل کېږي او له دغه حشراتو او
لارواوو څخه مرغان د خوړو په توګه استفاده کوي، چې په نتیجه کې د مرغانو د وژنې لامل کېږي.
۴- د ځمکې او اوبو د ککړتیا راکمول:
په عضوي کرنه کې د افت وژونکو او نورو مضره کیمیاوي موادو کم استعمال د ځمکې د لاندې اوبو او
د سیندونو اوبو د ککړتیا مخنیوی کوي؛ ځکه کله چې اورښتونه رامنځته شي،
له کروندو څخه زهري کیمیاوي مواد د اوبو په واسطه سیندونو او د ځمکې لاندې اوبو ته انتقالېږي
او د هغوی د ککړتیا سبب ګرځي. نو ویلای شو،
چې د افت وژونکو مخه نیول د ستونزو او مشکلاتو مخه نیول دي.
۵- د ونو کښت:
ونې په ځمکه کې د انسانانو په شمول د مختلفو حېواناتو د ژوند ژغورونکې او د هغوی لپاره
د استوګنځایونو رامنځته کوونکې دي. دا زموږ د هر یو دنده ده، چې په خپل چاپېریال کې ډېرې ونې کېنوو؛
ځکه ونې ډېرې زیاتې ګټې لري، کومې چې زموږ د ژوند ژغورنې سبب کېږي، ځینې یې په لاندې ډول دي:
*- د هوا ککړتیا کموي:
په اتموسفیر کې مختلف غازونه شتون لري، چې د دوی له جملې څخه یې ځینې زهري خاصیتونه لري،
چې د ونو پواسطه دغه زهري غازونه، چې مخکښ یې کاربن ډای اکسایډ دی،
جذبېږي او د پاکې هوا یو مناسب ترازو رامنځته کوي، چې د ټولو ساکښانو او ژوندیو موجوداتو ژوند ورسره تضمین کېږي.
نو له دې کبله اړینه ده، چې په خپل چاپېریال کې ډېرې ونې کېنوو.
*- د لمر د وړانګو تودوخه جذبوي:
د نړۍ ډېر شمېر هېوادونه د اوړي له تودوخې کړېږي. موږ په ښکاره ډول دا خبره کولای شو،
هغه هېوادونه چې ځنګلونه او ډېرې ونې لري، د هغه هېوادونو په نسبت چې کم ځنګلونه او کمې ونې لري، ډېر یخ دي.
نو د ځنګلپوهانو په وینا هر هېواد باید د خپل مساحت ۲۵ سلنه په ونو او ځنګلونو وپوښي.
*- اورښت رامنځته کوي:
اورښت د اوبو د دوران یو تسلسل دی. اوبه د ځمکې او بحرونو له سطحې څخه تبخیرېږي او
په اسمان کې سره راټولېږي، یخېږي، یو د بل سره تراکم کوي او ځمکې ته د باران،
واورې او ږلۍ په شکل راښکته کېږي.
نو ویلای شو، چې باران په هغو سیمو کې ډېر را منځته کېږي، کومې چې په بشپړه اندازه په ونو او شین نباتي پوښ پوښل شوې وي. د دغو اورښتونو په واسطه د ځمکې د اوبو سطحه لوړېږي، اوبه په ځمکه کې ذخیره کېږي، چې د چینو په شکل د ځمکې سر ته راوځي او د ځمکې انسانانو، نباتاتو او حېواناتو په شمول ټول ژوندي موجودات ترې استفاده کوي.
نو دا ډېره اړینه ده، چې د ځنګلونو د پرې کولو څخه ډډه وشي او نوره ځنګلداري هم رامنځته کړل شي.
*- د باران اوبه ذخیره کوي:
اوبه د ټولو ژوندیو موجوداتو د څښاک او نورو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یوه حیاتي ماده ده.
د څښاک لپاره تازه اوبه د څو کلنو سیندونو، ویالو، چینو او د ځمکې لاندې اوبو او د باران له اوبو څخه رامنځته کېږي.
د سیندونو او ځمکې لاندې اوبو بیا ډېرېدل هم په بارانونو پورې اړه لري. دا چې سیندونه، ویالې، چینې او د ځمکې لاندې اوبه موږ د خپلو زیاتو مقاصدو لکه د کروندې، صنعت، چاپېریال ساتلو او نورو لپاره استعمالوو، نو دا زموږ دنده ده، چې باید د واټرشیډ منجمنټ په میتودونو د باران اوبه ذخیره کړو. د ځمکې لاندې اوبو د سطحې په لوړېدو سره د ونو، کرنیزو نباتاتو او ژورو څاګانو لپاره اوبه ذهکشي کېږي، چې دا د اقلیم په یخ او شین پاتې کېدو کې مهم رول لري.
*- د انساني اړتیاوو راکمول:
موږ انسانان په روزمره ژوند کې له پخلنځي پیل د خوب تر خونې او نورې ډېرې اړتیاوې لرو. ډېر شیان، چې زموږ د خوښې وړ وي او موږ یې اخیستلو ته میلان لرو، چې په استعمال سره یې د چاپېریال په وړاندې ګواښونه او ننګونې رامنځته کېږي، نو دا به ډېره ښه وي، چې خپلې هغه اړتیاوې راکمې کړو، چې د چاپېریال په وړاندې ستونزې رامنځته کوي او د تخریب سبب ګرځي.
څنګه کولای شو، چې چاپېریال د ککړتیا څخه وژغورو؟
د چاپېریال د تخریب د سترو لاملونو څخه یو یې هم ککړتیا ده او د دغې ککړتیا لومړنی عامل په خپل انسان دی. ککړتیا په مختلفو شکلونو، لکه د اوبو ککړتیا، د خاورې ککړتیا، د هوا ککړتیا، د غږ ککړتیا، د وړانګو ککړتیا او نورو سره رامنځته کېږي، چې د ځمکې پر مخ د ټولو ژوندیو موجوداتو په ژوند منفي اغېز کوي. نو هرڅومره چې ممکن وي، موږ باید د چاپېریال په وړاندې ککړتیا راکمه اوړمخنیوی یې وکړو.
* – د بادي یا نوې کېدونکې انرژۍ استعمال:
په ډېرو ځایونو کې انرژي د فوسیلونو او نورو د سون توکو د استعمال په اساس رامنځته کېږي، چې له امله یې فضوله مواد چاپېریال ته علاه کېږي، دا د چاپېریال د ککړتیا او تخریب سبب ګرځي. ددې لپاره چې د دغې ککړتیا مخنیوی وکړو، باید د انرژۍ له نویو کېدونکو سرچینو لکه بادي انرژۍ، د اوبو انرژۍ او د لمریزې انرژۍ څخه په پراخه پیمانه ګټه واخیستل شي او استعمال شي.
*- د کیمیاوي ککړتیا مخنیوی کول:
انسانان له اړتیا پرته ډېر کیمیاوي مواد استعمالوي، چې د چاپېریال په وړاندې مضر تمامېږي؛ ځکه زیات شمېر مصنوعي کیمیاوي مواد په چاپېریال کې په اسانۍ سره نه تجزیه کېږي، چې له امله د خاورې او اوبو ککړتیا رامنځته کېږي.
په بیولوژیکي ډول د منځته راغليو تولیداتو استعمال موثر دی؛ ځکه دوی په ډېرې چټکتیا او اسانتیا سره پرته د خاورې له ککړتیا د تجزیه کېدو وړ دي.
*- د رڼا ککړتیا راکمول:
په اوسنیو وختونو کې دا ډېره ناشونې ده، چې شپه پرته له رڼا تصور کړې؛ مګر هغوی چې اسمان پرته له رڼا ویني، فوق العاده تجربه به ترلاسه کړي. که څه هم رڼا ډېره ضروري ده، چې په تیاره کې ورباندې فعالیتونه ترسره کړې؛ خو د رڼا ډېر استعمال د خوب مزاحمت کوي او د سترګو ناروغي رامنځته کوي.
*- څنګه کولای شو، چې چاپېریال په کور کې وژغورو؟
په کور کې د برېښنا او د فضوله اوبو د استعمال کمول، لمریزې برېښنا ته ترحیح ورکول او د کورنۍ باغچې او سبزیجاتو استعمالول او د هر ډول ککړتیا د ودې مخنیوی کول. دا اخرني انتخابونه نه دي؛ بلکې دا لومړیتوب دی، چې باید موږ انسانان یې ترسره کړو. هغه هېوادونه چې ګڼ شمېر نفوس لري، د طبیعي منابعو د سم استعمال لویه تقاضا لري، ترڅو د چاپېریال د تخریب مخنیوی وشي. نو د نفوسو د شمېر راکمول د چاپېریال د ژغورنې سبب ګرځي.