تعلیم د هرې ټولنې د ترقۍ ضامن دی او هر هغه ټولنې چې تعلیم ته پاملرنه نه وي کړې،
نو هغه ټولنه د رکود په لوري درومي او د زوال ښکار کېږي.
د پوهې لاس ته راوړل یوازې د ښوونځي او پوهنتون تصدیقونو ترلاسه کول نه دي؛ بلکې له دې سره سره د نظم، ډسپلین او تهذیب زده کړه هم ضروري ده، ترڅو د یوې ټولنې فعاله او ګټور شخص ترې جوړ شي.
تعلیم هغه ګاڼه ده، چې د انسان ظاهر او باطن ښکلی کوي.
په ننې عصري او پرمختللې نړۍ کې د تعلیم ارزښت لاپسې زیات شوی؛ مګر زموږ په هېواد کې لا هم خپل اولادونه ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي.
دغه کمزورو نقطو ته پرمختګ ورکول ستونزمن دي؛ خو ناممکن نه دی.
زموږ روڼ آندي مشران باید دې کار ته لستوڼي بډ وهي او په خپلو اولیتونو کې یې راولي.
زموږ تعلیمي نظام مازې ځوان کهول ته د دندو ترلاسه کولو لپاره دی.
ددې په بدنه کې ساینس پوهان، ډاکتران، انجینران، سرمایه دارۍ، تجارات او زراعت ته وده ورکول دي.
نو اوس دې تعلیمي نظام ته پرمختګ ورکول یو غوښتونکی ضرورت دی.
فلهذا د موجوده تعلیمي نظام په اوسني صورتحال کې بهتري راوستل زموږ له اولیتونو څخه دي، لږ به ستونزمن وي؛ خو ناممکن به نه وي. نو پکاره ده، چې ددې بهترۍ د راوستلو لپاره د هېواد په هر ګوټ کې تعلیمي او تربیوي مرکزونه رامنځته شي، ترڅو د ټولنې ټول قشرونه د زده کړو څخه برخمن شي او وکولای شي، چې د هېواد او هېوادوالو لومړیتوبونه درک کړي.
ځکه مشهوره خبره ده، چې تعلیم مو د هرې بدبختۍ څخه د ژغورنې یوازینۍ لاره ده.