کاکا ـ د موټر له ورسۍ مې د باندې وکتل چپ لاس ته د څلور لارې ليکدړې منځ کې
ليکل شوي (د جهاد او مقاومت څلور لاره).
موټر چلوونکي وویل: هده غوربند ره پیش چوب فروشي برده اميجه تا شو د ریکشا سوار شو ۱۰ افغاني ميګيره برو.
صحيح کاکا خیر ببینی.
له موټر لاکوز شوی نه وم چې، ترافيکي په موټر چلوونکي ځان بَبَر کړ. برو او … پنچر کنم؟
موټر وړاندې لاړه کرايه مې ورکړه او کوز شوم.
څلورو خواوو ته مې کتل يو نفر راځي هي کجا بل راځي کجا ميري لالا دې ټولو ته په سر ځواب ورکوم چې نه زم.
ريکشا والا غږ کړې چوپ فروشي هده غوربند ور جګ شوم.
له ريکشا مې همداسې ليکدړې ته کتل په څو څو واره مې له ځان سره وويل: چهارراه جهاد و مقاومت.
د ښار د ګڼه ګوڼې را ووتم ريکشا مېمخامخ ته بوډا سړی ناست وه.
پوښتنه مې وکړه کاکا غوربند ته ځې؟
وې ويل: هو
ما ويل زه هم غوربند ته روان يم.
سر يې د تأیید په ډَول وښوروه.
سپين ږيري وويل ها بیادر کرايه ره بګير ما هم له جېبه پېسې را واخیستې او ريکشا چلوونکي ته مې ورکړې.
غوربند هډې ته ورسيدو څلور موټر چلوونکي په يو غږ وويل: غوربند ته ځئ؟
هو !
يوه یې زما له لاسه کڅوړه واخيسته او د موټر په صندوق کې یې کېښودله ما ورته وويل:
وروره پکې د ماتيدو شيان دي کمره او مايکرافون وې ويل: هېڅ بلا یې هم نه وهي.
هډې کې څلور خالي موټر مسافران زه او بوډا کاکا.
ماشومانو بیسکويټ او جوس خرڅول ځان او کاکا ته مې يو يو واخيست
له موټرو لرې د نورو مسافرو راتک ته په انتظار کې شوو.
کاکا د کوم ځای یې؟
سياګرد وازغر کلي…
نيغ مې د ۱۳۹۲ د مرغومې ۲۶ نېټې د امريکايانو بمبارۍ را يادې شوې.
د جوس قوطی مې په څوکۍ کېښود. ښه ښه هغه چې امريکايانو بمبارۍ کړې وې؟
وې ويل هو زما په کور یې هم کړې وې خو زه په هغه شپه کور کې نه وم کابل کې وم د کورنۍ ټول غړي مې شهيدان شول.
له سترګو یې اوښکې وڅڅیدې جوس قوطی مې ترې واخيست او په څوکۍ مې کېښوده.
ويل يې د افغانستان په تېرو څو کلونو کې مې دغسې د کلي مظلوم ولس ليدلی نه وه.
له غرمې وروسته لکه همدا وخت کې د کابل نه موټر په کرايه کړ کلي ته راورسيدم د کلي څېره بدله شوې وه ټول خلک سپېره ول چا ژړل او چا رواني تکليف پيدا کړی وه.
۲۲نفره #شهيدان او زخميان شوي وو.
شپه لس بجې تر سهاره کورونه بمبار شوي ول سهار آمريکايان د جوړو کورونو دروازې ماتولې هېڅوک نه ول چې، ورته ووايي چې، څه غواړئ څوک لټوې او په کومه ګناه مو وژنئ.
کاکا لسټونی پورته کړ دا وېنې دا د پيچکاريو نښې دي همدې چاريکار کې يوه اونۍ ناروغ وم.
پوښتنه مې وکړه څنګه تاته هم ناروغۍ پېښه شوې وه؟
ويل یې ډاکټر نجيب وختونه ول زه قندوز کې وم…
کاکا لويه کيسه وکړه د کيسې په منځ کې يې هم ژړا هم خندا ښکاريده.
موټروان نارې کړې سياګرد والا وو راځئ.
له ځایه پورته شوو او موټر ته ور وختلو روان شوو.
موټروان کاکا ته وويل: عمر کاکا ناروغۍ سره څنګه یې؟
کاکا وويل د اعصابو نو کله په دې هېواد کې درملنه کېږي.
________________________
يادونه: د غوربند سياګرد ولسوالۍ وازغر کلي کې د امريکايانو په بمبارۍ کې ۸ کورونه ړنګ کابو ۲۲ کسان #شهيدان او ټپيان شوي وه.
دغه بمبارۍ د څېړلو لپاره د حامدکرزي په فرمان د عبدالستار خواصي په ګډون وازغر کلي ته يو هيئت استول شوی وه.