د ځنکلونو پنځه غیر مستقیمې ګټې او استعمال چې انسان باید ورباندی پوه شي:
ځنګلونه د انسانانو په ژوند کې په غیر مستقیم ډول هم په پراخه توګه استعمالېږي.
لکه د خاورې د تخریب مخنیوی کوي، د سیندونو د اوبو جریان منظموي، د سېلابونو شدت کموي،
د دښتو د پراخېدو مخنیوی کوي،خاوره حاصلخېزه کوي، اقلیم ښه کوي او داسې نور
۱- د خاورې د تخریب کنټرول او مخنیوی:
ځنګلونه د اوبو او باد پواسطه د خاورې د تخریب په کنټرول او مخنیوي کې مهم رول لري.
د ځنګلي پوښښ له منځه تلل د ځمکې پر مخ د باران او سېلابونو د اوبو د تېز حرکت لامل ګرځي،
چې له امله یې په خاوره کې د اوبو جذب کم صورت نیسي. د خاورې جوړښت د ځمکې پر مخ
د اوبو د تېز حرکت پواسطه نرمېږي او د سېلابونو د اوبو پواسطه د یوې سیمې څخه بلې سیمې ته انتقالېږي،
چې په پایله کې د خاورې ښېرازي متاثره کېږي او خاوره غیر تولیدي ګرځي.
د خاورې تخریب د مخنیوي تر ټولو موثره لاره د ځنګلونو د بې موجبه قطع کونې مخنیوی او د
نورو ونو کېنول او د ځنګلونو رامنځته کول دي.
۲- د سېلابونو کنټرول:
د نباتاتو رېښې په زیاته اندازه د باران اوبه جذبوي او د وچ او ګرم موسم په جریان کې یې استعمالوي.
د نباتاتو رېښې د اوبو جریان منظموي او د سېلابونو په کنټرول کې مهم ونډه اخلي.
ځنګلي پوښښ د باران د نیوونکي او جمع کوونکي په توګه عمل کوي.
ونې د میلیونونو کوچنیو بندونو په توګه عمل کوي او د اوبو بهېدنه کموي.
د ځنګلونو په نه شتون کې د ځمکې پر مخ د باران اوبه په تېزۍ سره جریان پیدا کوي
او د ویجاړوونکو سېلابونو د منځته راتګ سبب ګرځي.
۳- د دښتو د پراخېدو مخنیوی کوي:
په دښتو کې د قوي بادونو په واسطه د شګو ذرات چاودونه کوي او له یوې سیمې څخه
بلې سیمې ته انتقالېږي، چې په نتیجه کې یې دښتي سیمه پراخېږي.
د ونو او نباتاتو رېښې د شګو ذرات له ځان سره نیسي او د باد پواسطه د هغوی د تخریب او انتقال مخنیوی کوي.
نو ویلی شو، چې ځنګلونه د دښتي سیمو د پراخېدو د مخنیوي یوه غوره اله ده.
۴- د خاورې حاصلخېزي زیاتوي:
له نباتاتو څخه غورځېدلې پاڼې د تجزیه کېدو څخه وروسته خاورې ته د هیومس په شکل اضافه کېږي،
چې په نتیجه کې د خاورې جوړښت اصلاح کېږي او د حاصلخېزۍ او ښېرازۍ توان یې لوړېږي.
۵- په اقلیم اغېزه کوي:
ځنګلونو د یوې سیمې پر اقلیم زیات شمېر مثبتې اغېزې پرېباسي.
ځنګلونه په اوړي کې د ګرمۍ او په ژمي کې د یخنۍ په کمولو سره خراب اقلیم اصلاح کوي.
ځنګلونه د باد او هوا نسبتي رطوبت د تعرق یا ټرانسپایرېشن د پروسې په نتیجه کې اصلاح کوي.
همدارنګه ځنګلونه د باد سطحي سرعت راکموي او د تبخیر پروسه تاخیر کوي.
ژباړن: نظام الله زیار بله لیکنه دلته ولولئ