د زده کړو ارزښت
که چېرې کوم هېواد وغواړي، چې بل هېواد له پښو وغورځوي او د داخلي
مشکلاتو سره یېمخامخ کړي،نو د هغه هېواد د ښوونې او روزنې د مؤسساتو دروازې دې وتړي،
چې ژوندی مثال یې د هټلر کړنه په پخوانۍ.
چک و سلواکیا کې وه. کله چې چک و سلواکیا په دویمه نړیواله جګړه کې
د هټلر قواووته درانه تلفات واړول، نو د یاد هېواد لهنیولو وروسته یې امر وکړ،
چې د څلورو کلونو لپاره د چک و سلواکیا
د ټولو مکتبونو او پوهنتونونو دروازې دې وتړل شي.
هټلر به ویل:
ما په دې عمل وکړای شول، چې د چک و سلواکیا څخه خپل انتقام واخلم، تر څو هغوی ونه شي کولای،
چې د ډېرو کلونو پورې د تعلیم یافته ځوانانو تشه ډکه کړي، په دې اساس هټلر دوه موخو ته ورسېد:
لومړی دا، چې د چک و سلواکیا وزګار خلک او په تېره هغه ځوانان، چې د پوهنتونونو دروازې یې په مخ تړل شوې دي،
د هټلر فوځ سره یو ځای شي او د هټلر په ګټه به وجنګېږي.
دوهمه موخه یې دا وه، هغه ځوانان چې نه غواړي د هټلر فوځ سره یوځای شي، نو هغوی به مجبور شي، چې
د خپل ژوند د بقا لپاره نورو هېوادونو ته کډوالي وکړي، چې په پایله کې به چک و سلواکیا
د ځوانې بشري قوې د نشتوالي او د اقتصاد د رکود سره مخامخ شي.
نو که موږ په رښتیا سره غواړو، چې یو بې جنګه، قوي، سرلوړی، ازاد، مستقل، پرمختللی، پرځان بسیا او یو موټی افغانستان ولرو،.
باید ښوونې او روزنې ته پاملرنه وکړو او بې له تبعیضه ښځو او نارینه وو، زړو او ځوانانو لپاره د زده کړې زمینه مساعده کړو؛.
ځکه چې تعلیم مو د روانو بدبختیو څخه د ژغورنې یواځینۍ لاره ده او تعلیم یافته وګړي د هېواد ملي او اساسي پانګه جوړوي.
د زده کړو ارزښت تاسو لپاره څومره دی؟