نیمروز خاشرود ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو په عملياتو کې ګڼ شمېر هېوادوال #شهيدان او ټپيان شوي.
د ځلانيوز راپور له مخې دیوې کورنۍ ۱۸ کسان #شهيدان شوي.
د دغې کورنۍ غړی صالح محمد وايي چې، د کورنۍ ۱۸ کسان یې #شهيدان شوي.
ځايي خلکو د #شهيدانو جنازې خاشرود څخه مرکز زرنج ښار ته راوړي.
ياد ۱۸ کسانو کې ۸ ماشومان او ۷ ښځې دي.
نیمروز کې مدني فعالان دغه پېښه تأييدوي او له دواړو خواوو غوښتنه کوي چې، دوحه کې دې مهمو مذاکراتو ته په درناوی جګړه ودروي.
نیمروز هغه ولایت دی چې ایران سره ګډه پوله لري او په ایران کې د شته بېلابېلو جنګیالیو ډلو لخوا هم زورول کېږي.
د ځلانیوز د راپورونو له مخې ایران څخه دې ولایت ته په قاچاق ډول بېلابېل انفجاریه مواد استول کېږي.
نیږدې څو ورځې وړاندې فراه ولایت کې هم د ایران څخه استول شوي انفجاریه مواد کشف شول.
دیته ورته قضیو پړه تر اوسه ایران په غاړه نده اخیستې او تل یې د افغان چارواکو خبرې رد کړي.
راپور: سير کابلی د دې لیکوال نوری لیکنې هم ولولئ
#ځلا_نیوز
#Zalanews