ځنګلونه د انسانانو په تاریخ کې د انرژۍ مهمې سرچینې بلل شوې دي.
د ځنګل بایوفیویل یا د حیاتي سون توکو دودیز ډولونه د تودوخې او پخلي لپاره،
چې لرګي او سکاره هم پکې شامل دي، لا هم د افریقا، لاتیني امریکا او آسیا په زیاترو برخو کې کارول کېږي.
د ځنګل په بایو انرژي کې د لرګیو محصولات او د چارتراشو او نورو د پروسس کولو صنعت
څخه د لرګیو پاتې شوني هم شامل دي، لکه د لرګیو ګولۍ،
توره مایع (د پلپ د تولید پواسطه)، یا ضایع شوي لرګي. نن ورځ د لرګیو تېل،
چارکول(سکاره) او د لرګیو ګولۍ د ځنګل بایو انرژۍ خورا مهم ډولونه دي،
چې په ټوله نړۍ کې تولید او مصرف کېږي. لاندې په پوره توضیحاتو سره تشرېح شوي دي.
د سون لرګي، د لرګي د سون تېل او د لرګیو سکاره: نن ورځ له دوه ملیاردو څخه ډېر خلک
د پخلي او تودوخې لپاره د لرګیو، د لرګي د سون تېلو او د لرګي له سکارو څخه ګټه اخلي
او د افریقا په ځینو برخو کې لاهم د بایوانرژي مصرف تر ۹۰ سلنه پورې رسېږي.
د سون لرګي هم د آسیا – آرام سمندر سیمې او لاتین امریکا کې نسبتا مهم دي،
چیرې چې د سون لرګیو تولید په ترتیب سره په کال کې ۶۴ سلنه او د لرګیو حاصلات ۵۴ سلنه جوړوي.
په کال ۲۰۱۴ کې، د لرګي د سون تېلو او سون لرګیو ټول نړیوال تولید
۱۸۶۴ ملیون متر مربع و، په شمول د ۵۳ میلیونه ټنه لرګیو سکرو.
د سون لرګیو راټولول د ځنګلونو له قطع کونې سره تړاو لري.
که څه هم داسې بحثونه شتون لري، چې تر کومې کچې دا د ځنګلي پوښښ له منځه تګ ډېروي.
په زیاتره ځایونو کې د سون توکو لپاره کارول شوي لرګي د ځنګل څخه راټول شوي مړه لرګي دي
(او له دې امله د ولاړو ونو لرې کولو ته اړتیا نلري) او ځینې وروستيو څېړنو ښودلې ده،
چې د سون لرګیو مصرف اکثرا په زیاته پیمانه د ځنګل د ونو قطع کونې څخه نه دی،
که څه هم داسې ډېرې پېښې هم شتون لري، چېرته چې د سون لرګیو لپاره ژوندۍ او شنې ونې هم قطع کېږي.
په هرصورت په ځینو ځایونو کې د لرګیو تېلو استخراج او د ځنګلونو قطع کونه کولی شي په
سیمه ائیزه کچه د سرچینو کمېدل رامنځته کړي او د دې لامل شوی،
چې په هغه ځایونو کې، چېرته چې د لرګیو د تېلو استخراج زیات وي.
د لرګیو د تېلو راټولول کولی شي، د ځنګل تخریب او قطع کونه کې مرسته وکړي
او د ځنګل په روغتیا او حیاتي تنوع باندې منفي اغېزې وکړي. په حیاتي
تنوع باندې د تاثیراتو سربېره د پخلي لپاره د لرګي په تېلو تکیه کول د بې وزله
کورنیو لپاره منفي اغېزې لري، څوک چې ډېر احتمال لري د کور انرژي اړتیاوو لپاره
د لرګیو په تېلو تکیه وکړي او ممکن د دوی عاید ۱۰ سلنه په تېلو مصرف کړي
او د پخلي په نتیجه کې د لرګیو له سون څخه د تولیدېدونکي لوګي له امله د روغتیایي ستونزو سره مخ شي.
چارکول یا ذغال د سون توکو څخه دي، چې د بایوماس کاربونيشن لخوا یعنې د لرګي
د سوځېدو په نتیجه کې تولیدېږي. دا تولید د افریقا او لاتیني امریکا سیمو کې خورا مهم دی،
چېرته چې تولید په تیرو ۵ کلونو کې ډېر شوی (د نورو سیمو په پرتله چېرته،
چې تولید نسبتا ټیټ او بدلون نه لري). په دې دوو سیمو کې د سکرو یا
چارکولو مصرفوونکي سره توپیر لري. په افریقا کې سکاره د سون او پخلي په موخه مصرفېږي؛
په داسې حال کې چې په لاتیني امریکا کې، د برازیل فولادو او سټیل صنعت
د سکرو او ذغالو اصلي مصرف کونکی دی او په همدې صنعت کې په زیاته پیمانه استعمالېږي.
په سکرو کې د لرګیو کاربونیشن معمولا د ځمکو په دودیزو او پخواني د خښتو داشونو او بټیو کې رامنځته کېږي.
پداسې حال کې چې د سکرو د تولید په موخه د ځنګلونو د رامنځته کولو لپاره ځینې هڅې
او پانګونې روانې دي، ترڅو په زیاته پیمانه د لرګیو سکاره تولید کړي.
زیاتره د سکرو تولید د طبیعي ځنګلونو څخه سرچینه اخلي. د سکرو د تولید لپاره
په طبیعي ځنګلونو اتکاء، د دې لامل شوې، چې د پالیسۍ جوړوونکو او غیر انتفاعي
سازمانونو اندیښنې د ځنګلونو تخریب او له منځه وړنه کې مهم رول لري. په هغه کچه چې
د سکرو یا ذغالو کارول د ځنګلونو په له منځه وړلو کې مرسته کوي، د بحث وړ دي
او د هېوادونو تر منځ د پام وړ توپیر کیدی شي. په ورته ډول، د طبیعي ځنګلونو ظرفیت
د بیا تولید لپاره، وروسته له هغه چې د سکرو تولید روښانه شي، په یو شمېر فکټورونو پورې اړه لري:
د ځنګل ډول، د قطع کولو سیسټم، آب و هوا او همداشان نزاعات لکه اور یا څړ ځای.
پداسې حال کې چې د سکرو تولید تل د لویو ځنګلونو د له منځه تګ لامل نه کېږي،
په استوایي افریقا کې د سکرو لپاره د ځنګلي ونو انتخابي قطع کونه کولی شي،
د ځنګل تخریب لامل شي، چېرته چې ځنګلونه په تدریجي ډول د وخت په تېرېدو سره په بوټو او کوچنیو نباتاتو بدلېږي.
د ځنګل پاتې شوني بایوماس/ رنګړي کول: د لرګیو تیلو او د سکرو مصرف سره پرتله کول،
چې په نړیواله کچه نسبتا مستحکم پاتې شوي، د انرژۍ لپاره د لرګیو ګولیو او ټوټو کارول په وروستیو کلونو کې ډراماتیک زیاتوالی موندلی دی (په ۲۰۱۴ م کال کې نړیوال تولید ۱۷ سلنه وده کړې).
د لرګیو ګولۍ د لرګیو د ذراتو او بڅرکو څخه جوړې شوي، چې په کوچني سلنډرونو کې
د سوځېدونکو سون توکو په توګه ترې کار اخیستل کېږي. نن ورځ د لرګیو ګولۍ
د کور له تودوخې څخه تر لویې کچې صنعتي بریښنا تولید پورې په مختلفو برخو کې کارول کېږي.
پداسې حال کې چې د لرګیو ګولۍ د لسیزو راهیسې کارول کیږي.
په ۲۰۱۴ م کال کې د لرګیو ګولیو تر ټولو لوی تولیدوونکي هېوادونه امریکا،
جرمني، کاناډا، سوېډن او لاتویا شامل وو، چې په ګډه یې د لرګیو ګولیو نیمایي تولیدات رامنځته کړي.
له دغو پنځوو څخه یې یواځې متحده ایالات هم د لرګیو ګولیو لوی مصرف کوونکی دی.
نور هېوادونه چې د لرګیو ګولیو لوړ مصرف کوونکي او وارد کوونکي دي، عبارت دي له انګلستان،
ډنمارک، ایټالیا، سویډن، د کوریا جمهوریت او بلجیم دي.
د لرګیو د ګولیو لپاره د بایوماس سرچینه کیدی شي، د چارتراشو
(ونې، چې په ځانګړي ډول د لرګیو ګولیو تولید لپاره کرل شوي وي)،
د لرګیو پاتې شوني (د کښت شويو ونو برخې، چې د ځنګل لپاره نه کارول کیږي،
لکه څوکې، ښاخونه او پاڼې)، یا د لرګیو د پروسس فابریکې پاتې شوني
(لکه د ارې بور، د لرګیو کوچني پاتې شوني یا د لرګیو تراشل شوې ټوټې،
چې د ارې په فابریکو کې د لرګیو د پروسس کولو څخه ترلاسه کېږي).
هغه سطحې چې دا مختلفې سرچینې پکې کارول کېږي، په مختلفو فکټورونو لکه
د عرضې او تقاضا، پالیسي او حاصلاتي قوانینو او همدارنګه د بازاریابۍ په شرایطو پورې اړه لري.
د مختلفو سرچینو څخه د ونو او کارخانو پاتې شوني محدودې دي، پدې کې
د دوی تولید د هغه درجې پورې محدود دی، چې لرګي هم د نورو کارولو لپاره راټول شوي
او پروسس کېږي، لکه د اره کولو چارتراش.
د بایوماس راټولول د ځمکې د مالکینو لپاره د عایداتو د زیاتوالي ډېره موثره او ګټوره لاره تمامېږي.
د ارې لرګیو سربېره د ونو د کښت پاتې شونو د پلور له امله، که څه هم یو څه اندېښنه شتون لري،
چې د لرګیو ګولیو تولید لپاره د بایو ماس د لرګیو راټولول یا د ونو د پاتې شونو کارول، ممکن
د ځنګل په ايکولوژي او راتلونکي دوام او پایدارتوب منفي اغېزې ولري. د لرګیو خاورو
او پاتې شونو لرې کولو له امله، کوم چې د عنعنوي حاصلاتو سیسټمونو کې تر ډېره پاتې دي،
د اغېزو احتمال شتون لري، لکه په ایکوسیستم کې د کاربن ذخیره، د مغزي او غذایي موادو
حوض کمول او په عمومي ډول د لینډسکيپ یا طبیعي منظرو تولید او د حیاتي تنوع کچه.
راتلونکې طرحې، پایښت او تصدیق: د هر ډول راتلونکي ځنګل بایو انرژي د تقاضا په پېچلې سلسلې پورې اړه لري.
د هر ډول ځنګل د بایو انرژۍ پایښت تر ډېره حده د ځنګلونو دوام او مدیریت پورې اړه لري،
چې دا ډول بایوماس د بایوماس سرچینه کېږي.
ژباړن: نظام الله زیار