ځنګل ایکوسیسټم
اوبه ایکولوژیستان په پام کې لري، چې اوبه په یو ایکوسیسټم
کې د ځنګل ایکوسیسټم
په شمول یوه تعریف کوونکې برخه وبلل شي.
اوبه پر ځمکه طبیعي منظرو ته زړه راښکونکې ښکلا ورکوي.
دا د خپل شتون یا نه شتون، د خپل مقدار او کیفیت او د موقیعت او ویش له مخې
د ایکوسیسټم بیولوژیکي برخې هم تشکیلوي. د اوبو دوران
د ایکوسیستم په کارونو او پروسو کې کلیدي رول لوبوي.
ښورېدونکي، څپه ائیز او غیر منطقوي ځنګلونه د Charlevoix(د امریکا یوه سیمه ده)
ساتل شوې سیمې، چمنونه، سیندونه، حوضونه او سیندونه راچاپېروي.
دا سیمه کوم چې د لوړ کیفیت ځنګليد ځنګل هایدرولوژي واټرشیډونه انځوروي،
د ملګرو ملتونو د تعلیمي، ساینسي او کلتوري سازمان (یونیسکو) لخوا بایوسفیر ډیزاین شوی دی.
ځنګلونه د اوبو دوران او د اوبو د کیفیت لپاره حیاتي رول لري.
په حقیقت کې ځنګل د اوبو په فلټر کولو او بیاځلي دوران کولو کې د لوی اسپنج په څېر عمل کوي.
د متحده ایالاتو د پاکو اوبو شاوخوا ۸۰ سلنه سرچینو له ځنګلونو څه منشاء اخیستې ده،
کوم چې د متحده ایالاتو د ځمکې یو پر دریمه برخه پوښي.
د ونو پاڼې له باران، واورې، او غبار څخه اوبه جذبوي او بېرته یې
د ایواپوټرانسپایرېشن پواسطه هوا ته خوشې کوي.
د ونو رېښې له خاورې څخه اوبه راوباسي، پداسې حال کې چې
د خاورې په ساتلو کې مرسته کوي.
ځنګل شوې ځمکې د انټرسيپشن او د ځمکې سطحې ته د اوبو د
سرعت کمولو او ځنډولو پواسطه د ځمکې پر سطحه د باران د څاڅکو د راغورځېدو تخریبي اغېزې راکموي.
د ځنګلونو ځمکه د ځمکې په سطحه د اوبو د تېز حرکت کچه او اندازه هم کموي.
دا په پایله کې د اوبو مقدار ډېروي، چې په ځمکې کې جذبېږي
او په نتیجه کې یې د ځمکې لاندې اوبو سطحه زیاتېږي.
سربېره پردې د هایدرولیک سره وصل شوې سطحي اوبه کېدای شي ورېځو او بخار ته ننوځي
او د وچې مودې په جریان کې د ځمکې د سطحې په لندې ساتلو کې مرسته وکړي.
ځنګلونه او هايډرولوژيکي دوران:
سطحي اوبه په ویاله، جهيل او جبه زارو ځمکو کې معمولي باران دی،
چې له ځمکې څخه تېرېږي یا د خاورې له لارې د ځمکې لاندې اوبو جسم ته داخلېږي.
که چېرته د خاورو لاندې سطحي اوبه شتون ولري او په هایدرولیک ډول د سطحې اوبو سره وصل شي،
نو کولی شي د اوبو سطحي جریان ته پایښت ورکړي.
په عمومي ډول درانه بارانونه د ځمکې په سطحه او ویالو کې د اوبو د لنډ مهاله تېز جریان لامل کیږي.
دا زیات شوی جریان ورو ورو کمېږي، ترڅو اساسي جریان ته ورسېږي،
یعنې د منځته راتلو سرچینه یې ودرېږي او خپرې شوې اوبه یې یوه اندازه
د ځمکې پواسطه جذب شي او د ځمکې لاندې اوبو ته ورسېږي او پاتې یې د ویالو،
لښتیو او خوړونو له لارې سیندونو ته وبهېږي.
په عمومي ډول یو طبیعي، پراخ ځنګلي چاپېریال کولی شي،
د اوبو دوران پایداره او دوامداره کړي؛ ځکه چې دې برخو کې مداخله کولو لپاره لږ انساني تعدیلات شتون لري.
یو ځنګلي واټرشیډ کولی شي، چې د انفلټرېشن په زیاتوالي سره د ځمکې پر مخ
د اوبو د تېز او طوفاني جریان په راکمولو کې مرسته وکړي.
سربېره پر دې، ځنګلونه د تبخیر د کمښت پواسطه د
ویالو د اوبو جریان په دوامداره کولو کې مرسته کوي.
(د بیلګې په توګه په سیوري لرونکو سیمو کې د تودوخې لږوالی له امله د اوبو
تبخیر کمېږي او د اوبو دوامداره جریان رامنځته کېږي).
ساحلونه یا د رود د غاړې سیمې:
د ساحلي زون یا د رود د غاړې سیمې په پراخه کچه د اوبو او د ځمکې تر مینځ
د ساحې په توګه تعریف شوي دي، چې زیاتره د خورا سختو سېلابي شرایطو لاندې پرتې وي.
مګر دا اصطلاح هغې ساحې ته هم راجع کېږي، چې د سېلاب لوری ورته مخامخ وي،
یعنې چې د سېلابونو سمدستي مسیر او جریان ورباندې تېرېرېږي.
ساحلي سیمې له زیاتره ځنګلي ایکو سیسټمونو څخه لږ تر لږه ۱۰ سلنه استازیتوب کوي.
سره لدې چې دا سیمې اکثره خورا تولیدي برخې وي.
دا ساحې د لوړو ساحو په پرتله ډېرې اوبه لري، نباتات یې د نورو په نسبت ډېر قوي دي،
د پراخ چتر او پراخه سیوري درلودونکي دي، خاوره یې ژوره ده،
چارتراش یې اکثره وخت د لوړ کيفيت لرونکي وي.
ساحلي سیمې ممکن جبه زارو ځمکو، د ویالو او جهیلونو غاړو ته هم مشتملې شي.
ساحلي او جبه زارې سیمې د وحشي ژوند لپاره پراخه او
خوندور واښه او د تګ راتګ او انتقال خوندي دهلېزونه برابروي.
دا سیمې ممکن د انسانانو د تفرېح او ساعت تېرۍ په موخه هم په پراخه توګه استعمال شي.
ساحلي زونونه د څارویو لپاره هم په زړه پورې او راجلبوونکي ځایونه دي،
چې په پراخه اندازه څړ او څړځایونه پکې شتون لري.
ابي حیاتي تنوع:
د ځنګلونو ځمکې او اوبه د ژوندۍ تنوع یا د ژوند د بڼو د ډولونو ساتلو او
کب نیولو او د خطر لرونکي یا د هغو اوبیزو انواعو، چې نسل یې د له منځه تلو په خطر کې واقع وي،
په شمول د کبانو او ځنګلي ژوندیو ژویو لپاره د استوګنې په تیارولو کې حیاتي اهمیت لري.
په متحده ایالاتو کې د ځنګلونو د ځمکې یو پر دریمه برخه د اوبو د ژوندۍ تنوع
د ساتلو او د لیست شویو ډولونو د ساتنې لپاره خورا مهم دي.
د اوبیزو انواعو لپاره واټرشیډونه د محافظتي ستراتیژۍ لومړنی واحد برابروي.
ډیری واټرشیډونه هم جلا ځایونه لري، مشخصې ځانګړتیاوې لري، چې د نادرو انواعو لپاره لوړ ظرفیت تولیدوي.
ځینې ژوي یوازې یو ځانګړي جریان ته نږدې په یو ځانګړي جریان کې د واټرشیډ په منځ کې واقع کیږي. د دې ځانګړي استوګنځایونو ساتنې لپاره ځانګړې شوې ځمکې هم د اوبو سرچینې او هم چاپېریال ساتنې ته ګټه رسوي.
ژباړن: نظام الله زیار