ځوان کهول سبا څلورنې د سهار ۹ بجو تر غرمې ۱ يوې بجې پر ټويټر د هشتګ پر ټرينډ کولو ټويټونه کوي.
ځوان کهول ملي ټولنې مشر نورایل کليوال وايي چې: په انډرويډ سامسونګ موبايل کې
پښتو ژبه نشته غواړو چې د ټويټر له لارې سامسونګ کمپنۍ سره
ارتباط ونيسو ترڅو خپل ژبو کې پښتو ژبه ورګډه کړي.
مخکې له دې هم یادې ټولنې د ټکنالوژۍ، افغانستان تعليمي نصاب، دولتي ادارو
او د هټيوالو څخه غوښتي وه چې پښتو ژبه وکاروي.
ځوان کههول ملي ټولنې له دې وړاندې هم ټويټر کې هشتګ تر يوه کتاره ټرينډ کړی وه چې د نړۍ مهمو رسنيو ورباندې راپورونه خپاره کړي.
نور هم ولولئ
نورايل کليوال په لر او بر پښتنو غږ کړی چې په دې هشتګ کارولو کې ونډه واخلي.
کابو څلور کاله وړاندې دې ټولنې په فېسبوک اپ کې هم پښتو ژبه غوښته چې آن
د وخت د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ
وزیر يې دېته اړکړ چې نیویارک ته لاړشي او فېسبوک کمپنۍ سره وګوري د ځوان کهول ملي ټولنې بل
غړي عمر صدیقي پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي ول : ښاغلی شهزاد ګل آریوبي صیب موږ ته دروغ مه وایه
د یادې موضوع په اړه جدي فکر وکړه ته د یادې موضوع لپاره امریکې ته تللی یې تفریح پرېوده.
#Zwankahol.