ژباړن: نظام الله زیار
صحرا ګانو او دښتي سیمو د ځمکې ۲۰ سلنه سطحه پوښلې،.
چې د نړۍ تر ټولو وچې دښتي سیمې دي .
د دوی د رطوبت نشتوالی په ځانګړي ډول خورا حیرانوونکی دی؛ ځکه چې.
ګرمې دښتي سیمې کولی شي، زیات رطوبت له ځان سره وساتي.
د مثال په توګه، باراني ځنګلونه ګرمه هوا او زیاته اندازه باران سره یو ځای کوي،
ترڅو په نړۍ کې د رطوبت ځینې لوړې سیمې تولید کړي. له بلې خوا صحراګانې وچې دي،.
نو د زیاتره ژوند لپاره دا انټيټيکلیک یا ضد و نقیض دي.
رطوبت:
طوبت په عین وخت کې په هوا کې د لنده بل د اندازې او یا هم د اوبو د بخار په توګه تعریف شوی دی.
لوړ رطوبت په هغو سیمو کې رامنځته کېږي، چېرته چې د زیاته اندازه.
لنده بل اتموسفیر ته د بخار په شکل تبخیرېږي.
څومره چې په د دښتي یوه سیمه کې هوا ګرمېږي، کولی شي، هومره ډېر لنده بل جذب کړي.
او رطوبت وساتي، د هغو سیمو په نسبت چې هوا یې یخه او لنده وي.
باران:
د کالیفورنیا پوهنتون د پالیونټولوژی میوزیم په وینا، دښتي .
او صحراګانې په کال کې د ۲۰ انچ څخه کم اورښت ترلاسه کوي.
نیمه وچې دښتي په کال کې له ۳/۴ څخه ۱ ۱/۲ انچه تر منځ اورښت ترلاسه کوي.
سړې یا یخې صحراګانې په کال کې له ۶ څخه تر ۱۰ انچو پورې یو څه ښه اورښت ترلاسه کوي.
په چیلي هېواد کې د اټاکاما صحرا او د اینلینډ ځینې برخې په کال کې شاوخوا
نیم انچ اورښت ترلاسه کوي او ځینې کلونه حتی بې بارانه پاتې کېږي.
تبخیر:
دښتې د باران د رامنځته کېدو نه مخکې د اوږدې مودې لپاره رطوبت نه لري
او یا هم ډېر په کمه اندازه لري؛ مګر د لندبل اندازه چې هوا ته داخلېږي نادره او کم موندل کېدونکی دی.
د صحرا هوا دومره وچه ده، چې د تبخیر اندازه په منظم ډول د باران له اندازې څخه.
لوړه وي او باران کېدای شي، ځمکې ته له رسېدو وړاندې تبخیر شي.
د لمر وړانګې:
د صحرا رطوبت چې په هوا کې شتون لري، نشي کولی د لمر وړانګې بندې کړي.
نو د شمسي وړانګو اندازه چې صحراګانې یې ترلاسه کوي، د رطوبت لرونکو سیمو دوه چنده ته رسي.
د ورځنۍ تودوخې تېرول چې تعقیب یې خورا ډیر کیدای شي.
د طیف د حرارت په یوه پای کې د ۴۹ درجې سانتي ګراد (۱۲۰ درجې فارنهایټ) ته رسي
او دا غیر معمولي نه دي، چې کله ناکله د کنګل لاندې راښکته شي.
تطابق:
د صحرا شرایط د دې حقیقت سره هم خراب شوي دي، چې د صحرا ژوندي موجودات
د ډېرو اوبو ساتلو سره ټیټ رطوبت ته غبرګون ښیې، پرته لدې چې اوبه تبخیر کړي.
زیاتره صحرايي بوټو د موم په نوم یو جوړښت رامنځته کړی، چې د کیوتیکل په نوم یادېږي،
چې کولی شي، اوبه دننه وساتي. کوچنۍ پاڼې او سپین ویښتان، چې تودوخه منعکس کوي،
ممکن د صحرایي شرایطو سره د معامله کولو ستراتیژي هم وي.