د سولې ـ د افغان ولس د ضرورتونو د لست په سر کې د سولې ځای دی، دا چې
له لسیزو را پدېخوا هېواد بد امنۍ او د جنګ په اورونو کې راګير دی، نو هېڅ کس چاته
د سولې او امن ژوندۍ بېلګه نشي وړاندې کولای.
په همدې ښې پلمې ټولنییزو رسنیو کې خو لرغونو آثارو په ټولګه کې يې ياد کېږي.
نور متن هم ولولئ
خو اوس چې د روانې ستړې جګړې د پای اېښودلو هڅې امریکا روانې کړي، او د چارو واک
یې زلمي خلیلزاد ته ور کړی، دغه جګړه کې مثلثي ښکېلتیا موجوده ده.
د ۲۰۰۱ م کال ډسمبر ۱۱ مې پېښې له پاره ۱۹۹۹ م کال کې اسامعه بن لادن
۱۳ پيلوټان وروزل ترڅو ېې د نیویارک په تجارتي مرکز او واشنګټن کې پر پنټاګان برید وکړ.
د ۱۳ پيلوټانو(بريدګرو) سربېره له ۳۰۰۰ کسانو نه زیات ېې و وژل،
پس له بریده بن لادن افغانستان ته پناه راوړه په حقیقت کې دغې پناه
له ځانن سره ۱۹ کلنه جګړه زموږ ګران هېواد ته راوړه، دغه مهال د افغان خاورې
واکمن ملا محمد عمر او د امریکې جورج دبلیو بوش وو.
امریکې له طالبانو څخه د اسامعه او د دهغه ډلې ور سپارلو غوښتنه وکړه مګر د مشر
ملا صیب له خوا رد کړی شوه دا هغه څه وو بوش ېې د (OPERATION ENDING FREEDOM)
د اوږد مهاله آزادۍ عملیات په نوم پر طالبانو د برید فرمان صادرولو ته اړ
او پر افغانستان ېې د برید لاره نېغه کړه.
نور متن هم ولولئ
پر افغانستان د امریکې له برید يوه میاشت پس د طالبانو واکمني ړنکه شوه، آیساف
له ۲۰۰۲ م کال دطالب، القاعدې او د هغوی ملاتړو پرضد خپل فعالیتونه پیل او په
کال ۲۰۱۴ م کې ېې په داسې حال کې چې د آیساف ۴۰۰ عسکر او غیر نظامي ملاتړۍ،
۱۵۰۰۰ افغان ملي امنیتي ځواکونه او له ۲۰۰۰۰ څخه زیات عام خلکو ژوند بایللی وو.
په هېواد کې د ۴۵ بهرنیو ملکونو په مقابل کې د طالب ملاتړو (القاعده،
حزب جنبش ازبکستان، حزب اسلامي ګلبدین، حزب اسلامي خالص،
شبکه حقاني، لشکر طیبه، جیش محمد، تحریک طالبان پاکستان، امارت اسلامي وزیرستان
او تحریک نفس شریعت محمدي ډلې جنګېدلې.
۲۰۱۰ م کال کې د طالبانو ۹۳۰۰۰ عسکر د آيساف او افغان ځواکونو ۳۹۱۶۶۶ عسکرو سره
په جګړه وو. تر ۲۰۱۳ م پورې د اېتلافي ځواکونو ۳۵۷۶ تنه چې ۲۴۳۳ ېې
امریکایي وو وژل شوي او له ۲۰۰۰۰ څخه ډېر ېې ټپيان شوي.
له ۲۰۱۴ـ۲۰۱۹ م پورې ۴۵۰۰۰ افغان ځواکونه او ټولټال له ۱۰۰۰۰۰ نه زیات طالب جنګیالي
وژل شوي البته دغه ارقام له ۲۰۰۱ م را په دېخوا دي.
پنټاګان د افغانستان جکړې کلنی لږښت ۴۵ ملیارډه امریکایي ډالر ښيي که ۱۹ کاله ېې
همدومره لګولي وي جمعآ ۸۵۵ ملیارډه کېږي.
ټرامپ له پاره افغانستان هغه ځای چې بوش او اوباما ته وو او هغه د چا خبره دغه لګښتونه نیم
د کوزې او نیم د اوزې نه پوره کړي او د امریکایي سناتورانو خولې پرې بندې کړي نه وو.
دا د امریکا له پاره ښه نه وه چې د منلې ماتې سره دې افغانستان پرېږدي، په داسې
حال کې چې امريکايي جنرالانو په کراتو افغان جګړه بایللې يادوله د وتلو له پاره په مخ
د اوړو پوزه او یوې داسې معقولې لارې ته ضرورت وو چې زمونږ خاورې ته اوښتی زیان ېې
اوږو ته ور برابر نه شي چې پکې بريالي هم شول، دا امریکې له اساسي موخو څخه يوه وه.
د قطر هېواد دوحې ښار شېراټن هوتل کې د امریکا پر وړاندې د طالبانو جهاد
د ۱۳۹۸ ه ل کال د کب میاشتې په ۱۰ مه خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر
له څلور ښکاره او دوه پټو مادو سره ختم کړ.
دا د امریکا برخه شوه په دې کې حتمي دومره څه وو چې خپل ټولو شریکانو،
ملت او کانګرس ته يو معقول ځواب وي، امریکا ډېرې جګړه اېېزې تجربې لري او باور دا دی
چې هغوی کله هم تاوان نه مني.
یادونه: پورته ډېر وضاحت ځکه اړین وو چې د دوه پټو مادو اهمیت څرګند شي.
دا د مثلثي وېش یوه برخه وه، پاتې شوې دوه نورې برخې د طالب په ملاتړ مخکې د ټولو
ډلو نومونه ياد شول چې د سیمې په هېوادونو کې پاکستان ېې کلک ملاتړی يادېږي.
د سولې برخه کې ېې هڅې!
متل دی چې وايي پيشو کله هم مږه د خدای له پاره نه نیسي.
د پاکستان د هڅو تر شا د امریکې د هغه دوه پټو مادو په شان يوڅه ضرور شته چې کېدای شي
د هېواد د بهرني سیاست کنټرول، د کنړ سیند او یاهم د ډيورند فرضي کرښه وي.
دا هغه چاغه برخه ده چې پورته ټولې یاد شوې جنګي ډلې مړولی شي خو هضم به کله هم نه شي.
این خیال است و محال است و جنون.
درېیمه برخه د افغانستان ده چې هېڅ هم پکې پاتې نه دي، که د لنګې غوا مثال کې ېې راوړو
نو ورږه ېې امریکې، شیدې ېې پاکستان او د غوا(څلور پښې) وچه تنه ېې راته پاته ده،
چې هغه هم که مجاهدین او نور عام ولس له حکومت سره د همت ملا وتړي دغه غوا به په
کور دننه بچي راوړي او نوره ګټه به مو پردۍ نه بلکې ټوله به زموږ په تقسیم وي.
دا هم له یاده مه باسئ چې د افغان ولس چارې د يو هوښیار او با تد بیره واکمن له خوا اداره کېږي
او که زمونږ رښتینی ملاتړ ورسره وو کله به هم احتیاج او بل چاته اوږد لاس نلرو.
انشا الله
د سولې او ځان بسیا په هيله
قدرت الله هاشمي