وږی جمهوريت او بخيله سوله
هېواد کې روان ناخوښ وضعيت څه نوې خبره نه ده، خو د هر کس یقین دا مني چې،
د سولې روانو هڅو دغه وضعيت ته د کرکې رنګ او بوی ورکړی.
ښايي دا خبره هم ناخوښه او بې خونده وي خو د ریښتیني حال بیانول په همدې ادب او لفظ ښه کېدای شي.
د سولې په نوم روان بهير د خلکو سره ګڼې پوښتنې او تشويشونه را ولاړ کړي.
دغه خلک نه د جمهوريت پیتاوي او نه هم د سپین بیرغ سیوري لاندې د دمې ځای لري.
که يوه شېبه د جمهوريت هیندارې ته ښه په ځنډ او پوره پام ودرېږو او د ځان ليدنې په موخه
سر ورښکاره کړو نو راته خپل انځور نه بلکې
د فقر، نا امنۍ، لوږې او د يوه ناهيلي ژوند انځور راښيي.
ملت ته نه حاکم جمهوريت داسې يو تعريف د مېز په سر اېښودلی شي چې، پکې يوه کرښه او ليکه دې د جمهوريت ريښتینی تمثيل وکړی شي او لږ تر لږه د نيم حاکم جمهوريت کورنۍ سره په يوه ټغر کېنوي.
ښه بېلګه ېې د ۱۴۰۰ ه ل کال د بوديجې په سند د ولسي جرګې او ماليې وزارت ټکر يادوو. دغه ټکر په يوه داسې حساس وخت کې رامنځته شوی چې ملت له هرې خوا ځپل کېږي او د سختو فشارونو لاندې ساه اخلي.
که د حاکم جمهوريت نوم په ريښتينې مانا کارول کېدای نو د ملت ارزښتونه او وګړنيز حقونه به پکې خوندي وو.
د ځاني ګټو پایښت او خونديتوب له پاره د خلکو او ملت له نوم څخه استفاده جمهوريت سره زنا ده،
د جمهوریت رنګ او خوند مه بې ژونده کوئ!
روان جمهوريت کې د ناوړه او بد بويه مدیریت له وجې هر لس هېواد والو څخه څلور وږي ويده کېږي.
د همدې جمهوريت لويه څنډه کې خلک نيم ژونده زندګي کوي او پرې د فقر غړولي سيوری ېې اړ کوي چې خپل پښتورګي خرڅ او د ژوند ساه پرې واخلي.
د فساد، بډو او غلاوو مثالونو شمېر خو ېې بېشمېره دی. دا د جمهوريت د ماتې هندارې يوه وړه ټوټه وه.
اوس د اسلام په دفاع کې د سپینې پګړۍ شملې تمځای ته را کرځو.
دا پوښتنه ځواب غواړي چې ايا د طالب سولې غړولي سيوري ته به هم څه زرغونېږي.؟
لکه څرنګه چې حکومتي واکياران د جمهوريت لپاره يو ټول ګټی او معزز تعريف نشي کولای همدغه رنګ طالب هم د سولې او خپل نظام په اړه د واقعي او ريښتينې سولې ادب، په معيار ولاړ تعريف نشي کولای، داسې چې د سولې، مضبوط دولت،
د خلکو عزت او په ملي دریځ پوښلې غوښتنې انعکاس کړای شي.
ملت د دغې پروژه ېي سولې او د حاکم جمهوريت بېوسۍ نه له زړه درد ليدلی او ورسره هغه هيلې په رژېدو دي کومې چې له ډېرو کشالو او ستونزو څخه وروسته طالب مشران افغان منځني خبرو ته په ناستې را ټوکېدلې وې.
درې اونۍ پوره شوې چې د افغان سولې مزاکراتي غړي د قطر دوحه کې د طالب مشرانو د خبرو اترو انتظار باسي، خو طالب مشرانو د سولې مېز د سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره د اړيکو پخولو په موخه پرې ايښی. د افغان ملت او هېواد راتلونکي په اړه
ېې د عقيدې په پاڼه د توکل په خدای شعار مُهر کړی.
محترمو لوستونکو د دې مقالې لیکوال بله مقاله (د سولې مثلثي وېش!) دلته ولولئ
ښايي دغه ځنډ تر هغې وي چې د امريکا نوې اداره د پخوانۍ هغې تړون له طالبانو سره ارزوي. په داسې حال کې طالب د لوی اکثريت(خلک) پلوۍ او پر موجود نظام د غوره والي ادعا کوي چې، د يوه جناح په توګه د دوی سخت دریځي روزانه د همدې خلکو ژوند د دوی د غلط سیاست له وجې د مرګ څپو لړزان کړی او د خپل ناسم سیاست ژرنده د ملت په وينو څرخوي.
ما (ليکوال) ته د يو افغان په توګه له هغې ورځې شرم راځي چې، يو بهرنی کس د افغان سولې په نادودو او نخرو کتابونه ليکلي او په تود بازار ېې بیا رانيسو او هغه الفاظ بیا کاروو چې، ای کاش همغه وخت پوهیدی، ای کاش داسې نا روغ تصميم مو نه نیولای او داسې نور…
د هېواد برخليک يواځې په (توکل په خدای) سپارل ناسمه عقيده او کوږ فکر دی. دا افکار او ناسم سیاست دې ختم شي. د ملت ارزښتونه دې پښو لاندې څخه را اوچت او د قدر په سترګه دې ورته وکتل شي.
ملت او عام خلک روزانه قرباني ورکوي.
د استقلالیت او خپلواکۍ غږ هر وخت ډب شوی، آزادي غوښتونکي
او د حقايقو تفسیروونکي وژل شوي.
دا حساس وخت د ملي يووالي او اتحاد دی د ملي قيام غږ اوچتول ولس په ملي روحيه سمبالول او د دواړو لوريو څخه د خوندي ژوند خوښتنې غږ پورته کول د ملت د قربانۍ مخنيوی کولی شي. دا هر څه لويه قرباني نه بلکې په لوی همت او عظيم عزم شونی دی.
افغان ولس سره پاتې فعاله همدغه يو آپشن دی، که ېې خپل احساسات په سم او معقول ډول مدیریت کړای شول نو هم به ېې روان ناورين ختم کړی وي او هم د عزت او منفعت پوخ دېوال له ځان او هېواده را تاو کړی وي.
د يوه داسې هېواد په هيله چې د هېچا هيله پکې د سولې راتګ نه وي.
لیکنه قدرت الله هاشمي