ملا هيبت الله له خپل دوه نورو همکارانو سره وژل شوی.
هشت صبح ورځپاڼې د کوېټې ښار يوې باوري سرچينې له قوله ليکلي چې؛ د طالبانو ډلې مشر
ملا هيبت الله، د مالي چارو مسؤول حافظ عبدالحمید او د استخباراتو مشر مطيع الله يوې چاودنې وژلي.
هشت صبح لیکلي میاشت وړاندې دغه بريد «چلو باوري» سیمه کې د حافظ عبدالحمید په کور شوی.
طالب مشر او مطیع الله د برید لمړيو شېبو کې وژل شوي او درېيم ملګری ېې حافظ عبدالحمید درې ورځې وروسته د پاکستان پوځي روغتون کې ساه ورکړه.
د بريد څرنګوالي په اړه ېې معلومات نه دي شریک کړي.
له دې وړاندې هم رسنيو د فارن پاليسي له قوله د کرونا وايروس له کبله د ملا هبت الله د مرګ خبرونو رسني ته درز کړی وو، چې طالب وياند ذبيح الله مجاهد بیا رد کړ.
خو د هشت صبح دغه خبر په اړه ېې لا څه نه دي ويلي.