د بیټکوین ارزښت یې تر ۲۲۰ میلیونه ډالرو رسېدلی؛ خو پټ نوم یا پاسورد ترې هېر دی.
جرمنی سټیفن توماس، چې اوسمهال په سان فرانسیسکو کې ژوند کوي، یوازې دوه فرصتونه نور لري، چې
۲۲۰ میلیونه امریکایي ډالر ترلاسه کړي.
توماس په خپل اکونټ کې ۷۰۰۲ بیټکوین لري؛ خو له نوموړي ددې هارډ ډرایو د خلاصولو پاسورد،
چې په یو کوچني سپین کاغذ یې لیکلی ؤ، کاغذ او پاسورد ترې هېر دي.
د بیټکوین اکونټ یو کس ته ۱۰ ځلې دا چانس او فرصت ورکوي، چې خپل اکونټ خلاص کړي؛
خو که ۱۰ ځلې یې غلط پاسورد ورکړ، نو د تل لپاره به خپل اکونټ له لاسه ورکړي.
ددې اکونټ سیکوریټي دومره سخته ده، چې په هیڅ ډول نه شي خلاصېدای، توماس اوس په دې فکر دی، چې داسې یوه لاره پیدا کړي، چې خپل اکونټ ورباندې خلاص کړي.
نوموړی صرف او صرف دوه ځلې دا چانس لري، چې خپل پاسورد استعمال کړي او که دوه ځل نور یې هم غلط کړ، نو د تل لپاره به خپل د بیټکوین اکونټ له لاسه ورکړي او له ۲۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو څخه به لاس ووینځي.
په دې وروستیو څو میاشتو کې، هغه کسان چې بیټکوین لري، ډېر زیات شتمن شول.