د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري د کونړ بېلابېلو ولسوالیو شپږ سوه کورنیو سره د نهه میلیونه
افغانیو نغدي مرسته وشوه، چې هر فامیل ته به پنځلس زره افغانۍ ورکړل شي.
د مرستو ویش دغه مراسیمو کې چې د کونړ والي، ولایتي شورا رئیس او نورو مسوولینو ګډون کړی و،
بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو سره یې د ورته نورو مرستو ترسراوي ډاډ څرګند کړ.
د کونړ والي محمد اقبال سعید وویل، دې ولایت ته یې د مرکزي حکومت ترڅنګ
د مرستندویانو زیاته پاملرنه راجلب کړې او په تيرکال کې یواځې د بې ځایه شویو او راستانه شویو کورنیو سره
دڅه باندې اته ویشت اعشاریه څلور میلیونه افغانیو نغدي مرستې ترسره شوي دي.
د کډوالو چارو رئیس عبدالرشید ساپی وايي، د ګډ هيت له لوری د یادو شپږسوه کورنیو سر وې ترسره شوې او په پوره شفافیت به ورسره مرستې ترسره شي.
د ولایتي شورا رئیس ولایت خان مشواڼي د حکومت له مرستو له امله د مننې ترڅنګ له خلکو وغوښتل، چې په خپلو سیمو کې د امنیت او ثبات ټینګښت لپاره هڅې وکړي.