ددې غورځنګ غړو وروسته له هغې د یادې ولسي غونډې تابیا ونیوله، چې په دې وروستیو کې د هېواد
په بېلا بېلو برخو کې جګړې او هدفي وژنو شدت موندلی.
د امن چیغه، ولسي جلسه کې به په هېواد کې د روانو ناامنیو په وړاندې چیغه پورته کېږي او د ټولو
ښکېلو داخلي او بهرني اړخونو څخه پکې هیله کېږي، چې نور دې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه
او جنګونه بس کړي.
په پام کې ده، چې دغې سترې ولسي جلسې ته به د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر
منظور احمد پشتین هم د ټلېفون پر کرښه وینا وکړي.
ټاکل شوې ده، چې یاده ولسي غونډه به سبا د جمعې ورځ د کندهار ښار عینو مېنې د ماهیانو فوارې ته څېرمه ترسره شي.
پښتونخوا _ پنجابۍ اژدها په خوله کې د ازادۍ سندرې