د ارګ څخه کره سرچينو ويلي چې، محمد اشرف غني د امریکا طرحه رد کړې او پرځای يې د ژرمهاله ټاکنو وړانديز کړی.
ترکيې کې دغه ناسته می میاشت کې د افغانستان سولې کې ښکېلو هېوادونو ترمنځ جوړېږي.
سرچېنې زياته کړې چې، د ولسمشر غني او معاونينو ګډون یې په دې ټاکنو کې نه وي.
دا وړانديز په هغه صورت کې امکان لري چې طالبان اوربند ته غاړه کېږدي.
له دې وړاندې د طالبانو غړيو په زغرده ويلي چې، اوربند او سوله د اسلامي نظام په لمن کې منځته راتلی شي.
تېره اونۍ په مسکو کې د طالبانو د مذاکره کوونکي ډلې غړي شيرمحمد عباس ستانکزي ويلي ول چې، امريکې خپله ماته منلې او هغوی له افغانستان څخه په ټاکلي وخت کې وځي، ستانکزي افغان حکومت ته دا هم وویل چې، ولې مو په ۲۰۰۱م کال کې سولې ته غاړه کېنښوده چې اوس يې غواړئ.
دا چې د طالبانو غړي ترکيې ناستې کې ګډون کوي يا نه په اړه يې مالومات نشته.
تر دې مخکې طالبانو دېته ورته ناستو کې د ګډون ډېری چانسونه له لاسه ورکړي يوه يې هم د عمان هېواد مسقط ناسته وه.
سياسي شنونکي د طالبانو دغه بې واکي چې کومه غونډه چې اړينه وي ګډون نکوي د دوی کمزورتيا ښيي.
#ځلانیوز
#Zalanews