ایران کې د ۱۴۰۰ کال ولسمشريزې ټاکنې ترسره شوې
ايرانيو رسنيو دغه هېواد کې د ولسمشريزو ټاکنو په اړه خبرونه تيتر کړي.
د ايران ۱۴۰۰ کال ټاکنو ته ۷ نوماندان سعيد جليلي، محسن رضايي، سيد ابراهيم رئیسي، علي رضا زکائي، سيد امير حسين هاشمي، محسن مهر علیزاده او عبدالناصر همتي د دې هېواد مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي لخوا د صلاحیت وړ وګرځيدل خو د ټاکنو په سهار علي زکائي او سعید جلیلي د رئيسي په ګټه له ټاکنو تېر شول.
د ايران څخه بهر رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړل چې ګواکې په دې ټاکنو کې انتخاباتي مراکزو کې د خلکو شتون پيکه وه.
سيد علي خامنه اي دوه ورځې وړاندې د روحاني دولت په دې تورن کړ چې، د ملت حق چې د دولت دنده وه ورنکړ د ملت او د نظام ترمنځ یې واټن پيدا کړ او وړاندوينه کېږي چې ډیری خلګ په ټاکنو کې ونډه وانخلي.
پخواني قوماندان محسن رضايي رسنيو ته ويلي چې د ټاکنو بريالی کس دی.
سيد ابراهيم رئيسي بيا ويلي چې په چم او دوکې ډېری مرکزونو کې درغلي شوي دي.
تر دې دمه په دې ټاکنو کې سيد ابراهيم رئيسي مخکښ پيژندل شوی.