په داسې حال کې چې د هېواد روان وضعيت له نور هر وخت په پرتله زيات د اندېښنې وړ او خونخوار شوی او د جګړو لمن له ولسواليو روزانه د لويو ښارونو په دروازو پل ږدي.
خو لا هم قطر کې مېشت طالب استازي او افغان مرکچي پلاوي د اختر له دويمې راهیسې د خبرو اترو ميز ته شاه کړې او د خبرو مخه ېې په نسبي ډول ډب کړې ده.
دواړه خواوې يو بل تورنوي چې ګواکې د سولې مخالفت کوي او مذاکراتو ته نه حاضرېږي.
تېره ورځ د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي خپلمنځي ناسته کې طالب استازي تورن کړي وو چې دوی په خبرو او مذاکراتو کې نرمښت نه ښيي په همدې وجه خبرې اترې په ټپه ولاړې دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ډاکټر محمد نعيم وردګ په يوه ويډيويي کليپ کې وايي چې؛
د افغان حکومت مرکچي پلاوی مذاکراتو ته دلچسپي نه لري هغه زياتوي چې ښایي د افغان چارواکو ټول اميدونه واشنګټن ته د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سفر پورې تړلي وي.
هغه دا راز ويلي چې، د طالبانو استازي د اختر په لومړۍ اونۍ قطر کې د سولې خبرو ته تيار وو خو د افغان حکومت مرکچي پلاوي محدود کسان دوحې ته راستانه شوي وو.
تېره اونۍ د مزارشريف شورتېپې ولسوالۍ د طالبانو لخوا له سقوط کېدو وروسته د مرکچي پلاوي غړی خالد نور په ټولنيزو رسنيو کې وسله په لاس راڅرګند شو تر څو یاده ولسوالۍ بېرته خپل کنټرول لاندې راولي.
د ټولنيزو رسنيو ګڼو کاروونکو د خالد نور ياد عمل د سولې له روان بهیر سره په ښکاره مخالفت ياد کړ او زياتې نيوکې پرې وشوې هغوی ويل چې په يو وخت کې د سولې مذاکراتو غړيتوب او وسله واله جګړه د سولې ادبیات او د سولې هڅی د ټوپک په شپېلۍ نشي کېدای.
په همدې تړاو مو د سياسي مسايلو مبصر او پخواني ديپلوماټ عزيز معارج وپوښت هغه وويل؛
د ډاکټر نعيم وردګ خبرې د افغان مذاکره کوونکي پلاوي په تړاو رښتيا دي، خو په خواشينۍ سره چې دواړه خواوې سولې ته ژمنتيا نه لري. د طالبانو د دويم دَور د مذاکرې مشر عبدالحکیم هم د خبرو مېز ته نه وو حاضر شوی او په پاکستان کې وو.
معارج وايي که رښتيا هم ډاکټر صاحب نعيم د سولې په تړاو په خپله دریځ ولاړ وي نو د نړۍ والو ډيپلوماټيکو اصولو په رڼا کې دې په رسمي ډول کله چې د مذاکرې نېټه اعلان کړل شوه او افغان لوری پکې نه وو حاضر شوی د اعتراض په توګه دې د نړۍ والو رسنيو په مخکې ووايي چې، مونږ حاضر يو افغان لوری نه حاضرېږي تر څو خبرې او مذاکرات پر مخ بوځو.
هغه زياتوي چې د نعيم ويډيويي پيغام په شخصي ډول د نړۍ والو او ډيپلوماټيکو اصولو پر بنياد نشي استناد کېدی.
ښاغلی معارج وايي چې
د سولې کلي له امریکې سره ده او پاکستان د همدې لوبې مجري دی نړۍ وال او مطبوعات به تر هغې مصروف ساتل کېږي چې امريکا او غرب د خپلو ستراتيژيکو موخو چې منځنۍ آسيا، چين او روسيې سره د پردې ترشاه کوم معاملات لري نه وي رسېدلې دا جګړه به دوام کوي او که د افغان سولې برنامه له امريکا او غرب سره په قاطع ډول وای نو په يوه ټويټ به ېې حل، دواړه خواوې به ېې د خبرو مېز ته حاضر کړي وای او د سولې پروګرام یې په بشپړ ډول پرې تحميل او عملي کړی وای خو په خواشينۍ سره چې اوس دغه پروګرام له دوی (امريکا) سره نشته.
دغه چانس د امريکا د ټاکنو په وخت کې مونږ ته برابر شوی وو ځکه افغان سوله د جمهوري غوښتونکو لپاره يو امتياز وو چې له بده مرغه موږ افغانانو ترې ګټه پورته نشوای کړی.
Zalanews