کابل هرات لار د مخدره موادو د معاملې تود بازار.د کابل ولايت څخه هرات ته مې د تکل اراده وکړه، کمپنۍ د کابل لويديځه څنډه ده چې لويديوځو او جنوبي ولايتونو ته ترې موټر روانېږي.
د يوه شرکت څخه مې ټيکټ واخيسته او ملي بس ته ور وختم، سپرلۍ پوره شوه او موټر د هرات په لور روان شو.
ميدان ښار ته د رسېدو سره سم هوا سړه شوه له ښيښو مې د باندې وکتل واوره ورېده.
موټر يوې پوستې سره ودرېده طالب عسکر د تلاشۍ په موخه ملي بس ته را وخوت، هاخوا او دېخوا يې وکتل ښکته شو او موټر روان شو. غزني ته ورپسې کلات ته او پوره ۱۲ بجې شپه کندهار کې دوه تنه کسان ملي بس ته را پورته شول نارينه او ښځينه.
په ټلفون کې یې د مخدره موادو معاملې کولې، څو ټنه مواد هلته دي هغه بار کړه، څو بوشکې په بولډک کې دي هغه ځاي پرځاي کړه، د لس ميله وسلې معتبر جواز لرم غم مه کوه، پلانکی پوليس مې ملګری دی، او پلانی مولوي صېب ته مې د آکا لور ناسته ده غم مه کوه څه چې وايم هغه کوه.
موبايل مې باټري ختمه کړې څه ناڅه مې ټلفني خبرې ورته ثبت کړي.
سپرو خلکو ته لارښوونه کوي چې، د هېواد کومې برخې ته رسيدلي.
آکا دا کوم ځای دی؟
شينډنډ.
موبايل ته يې زنګ راځي ټلفون پورته کوي بله حاجي مولوي صېب…
#ځلانيوز